اتمه ناحیه کې یو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

اتمه ناحیه کې یو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

د کابل ښار اتمه ناحیه کارته نو اړوند ستانکزۍ مېنه کې یو باب اپارتمان د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست لخوا د اسنادو له هر اړخیزې څېړنې وروسته د ګذر وکیل او د امنیتي مسؤولینو په شتون کې د اصلي مالک استازي ته وسپارل شو.

دوشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق محرم‌الحرام ۲۵مه/۱۴۰۴هـ.ش چنګاښ ۳۰مه.
د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو تن مسؤول مولوي لعل محمد برهاني د یاد اپارتمان د سپارلو پر مهال وویل؛ دا اپارتمان د دوی لخوا د شته مالونو د ساتنې او خوندیتوب په موخه مهرلاک شوی و، چې د اسنادو تر تائید او د ملکیت تر تثبیت وروسته د اصلي مالک استازي ته تسلیم شو.

حنظله ستانکزي د اپارتمان د اصلي مالک، وحیدالله ناصري د محمد عارف زوی په استازیتوب د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د مسؤولینو له هڅو او همکاریو څخه مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی ریاست تر چتر لاندې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست، تر دې دمه لسګونه کورونه او اپارتمانونه، د اسنادو له تثبیت او د اصلي مالکانو له پېژندلو وروسته بېرته هغوی ته سپارلي دي او د دې ریاست مسؤولین ټینګار کوي چې دا لړۍ به روانه وي.