د سیندونو د حریم ټاکلو او سیلانیانو ته د چوپړتیاوو برابرولو اړوند ناسته ترسره شوه

د سیندونو د حریم ټاکلو او سیلانیانو ته د چوپړتیاوو برابرولو اړوند ناسته ترسره شوه

د سیندونو د حریم ساتنې، شنو ساحو پراخولو او سیلانیانو لپاره د تفریحي امکاناتو برابرولو او په چارو کې د ښې همغږۍ په اړه هر اړخیز بحث وشو.

یاده غونډه (محرم الحرام ۲۴مه/چنګاښ ۲۹مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې ترسره شوه، چې په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان اخند، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید بلوڅ، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون درلود.

غونډه کې د سیندونو د حریم، سرسبزۍ او دې سیمو ته د ورتلونکو سیلانیانو لپاره د تفریح ځایونه او د نورو خدمتونو وړاندې کولو اړوند بحث ترسره شو او د یادو وزارتونو او ادارو د استازو له لوري د ښې همغږۍ او په چارو کې د پرمختګ په موخه نظریات وړاندې شول.

د غونډې پای کې تصمیم ونیول شو، چې د چارو ادارې لوی ریاست په مشرۍ د اړوندو وزارتونو او ادارو په ګډون یوه تخنیکي کمېټه جوړه شي؛ ترڅو هر اړخیزه څېړنه ترسره کړي او راپور یې وروستۍ غونډې ته وړاندې کړي.

یاده غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.