یو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

یو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

 

د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو باب اپارتمان چې مخکې له دې د سرپرست د نشتون او له غصب څخه د مخنیوي په موخه کابل ښار پنځمه ناحیه د خوشحال خان په بلاکونو کې مهرلاک کړی و، د اسنادو له دقیقې څېړنې او د حقیقي ملکیت له معلومولو وروسته خپل اصلي مالک ته وسپاره.

 

دوشنبه، محرم‌الحرام ۱۸مه/چنګاښ ۲۳مه.

د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو تن مسؤول مولوي لعل‌محمد برهاني د یاد اپارتمان د سپارلو پر مهال وویل؛ نوموړی اپارتمان د معلوم مالک د نشتون او له غصب څخه د مخنیوي په موخه د یاد ریاست د کارکوونکو لخوا مهرلاک شوی و.

 

ښاغلي برهان زیاته کړه؛ چې د اسنادو له هر اړخیزې څېړنې وروسته معلومه شوه چې جاوید احمد قائم د عمر زوی د هلمند ولایت اصلي اوسېدونکی د نوموړي اپارتمان اصلي مالک ده.

یاد اپارتمان د ګذر وکیل او امنیتي مسؤولینو په شتون کې د نوموړي استازي ته تسلیم شو.

 

بلخوا خلیل الله د ګل احمد زوی د اصلي مالک په استازیتوب، د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د مسؤولینو له هڅو او همکاریو څخه قدرداني وکړه.

 

د یادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی ریاست تر چتر لاندې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست، تر دې دمه لسګونه کورونه او اپارتمانونه، د اسنادو له تثبیت او د اصلي مالکانو له پېژندلو وروسته بېرته هغوی ته سپارلي دي او د دې ریاست مسؤولین ټینګار کوي چې دا لړۍ به روانه وي.