يو باب کور خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

يو باب کور خپل اصلي مالک ته وسپارل شو
د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست يو باب کور د څلورمې حوزې اړوند کلوله پشته کې له هر اړخيزې څېړنې وروسته خپل اصلي مالک ته وسپاره.
چهارشنبه، ۱۴۴۷.هـ.ق محرم الحرام ۱۳مه/ ۱۴۰۴.هـ.ش چنګاښ ۱۸مه.
د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو تن مسؤول مولوي لعلمحمد برهاني د یاد کور د سپارلو پر مهال وویل؛ له نوموړي کور څخه یوه غیر مسؤول شخص درې کاله په خپل سري ډول استفاده کوله.
هغه زیاته کړه چې محمد هاشم د محمد دین زوی، د هلمند ولایت اصلي اوسېدونکی او د دې کور قانوني مالک د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست ته له عریضې او د ملکیت د اسنادو تر دقیقې څېړنې وروسته نن یاد کور، د ګذر وکیل او د سیمهییزو امنیتي مسؤولینو په حضور کې نن د نوموړي استازي ته تسلیم شو.
احمد جاوید د عبدالقادر زوی، د کور د اصلي مالک په استازولۍ د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د مسؤولینو له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه او قدرداني وکړه.
د یادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی ریاست تر چتر لاندې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست، تر دې دمه لسګونه کورونه او اپارتمانونه، د اسنادو له تثبیت او د اصلي مالکینو له پېژندلو وروسته بېرته هغوی ته سپارلي دي او د دې ریاست مسؤولین ټینګار کوي چې دا لړۍ به روانه وي.