يو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

يو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

‏د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست يو باب اپارتمان له هر اړخيزې څېړنې وروسته خپل اصلي مالک ته وسپاره.

سه‌شنبه، ۱۴۴۷.هـ.ق محرم الحرام پنځمه/ چنګاښ لسمه.
یاد اپارتمان چې د کابل ښار پنځمه ناحیه د خوشحال‌خان په سیمه کې موقعیت لري، له دې وړاندې د مالک د نه شتون او بې سرپرستۍ له امله مهرلاک شوی و.

د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو تن مسؤول مولوي لعل‌محمد برهاني وویل؛ دا اپارتمان درې کاله وړاندې د دې لپاره چې اصلي مالک یې په هېواد کې نه و او د غصب او ناوړه استفادې د مخنیوي په موخه د یاد ریاست د هڅو او څېړنو په پایله کې مهرلاک شوی و. اوس یې چې مالک له استرالیا هېواد څخه راستون شوی او د ملکیت قانوني اسناد یې وړاندې کړي، نو دا اپارتمان بېرته ورته وسپارل شو.

نجیب‌الله د عبدالله زوی، د کندهار ولایت اصلي اوسېدونکی او د یاد اپارتمان قانوني مالک، د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست د مسؤولینو له بې‌ساري ملاتړ او همکارۍ څخه مننه او قدرداني وکړه.


د یادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی ریاست تر چتر لاندې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست، تر دې دمه لسګونه کورونه او اپارتمانونه، د اسنادو له تثبیت او د اصلي مالکینو له پېژندلو وروسته بېرته هغوی ته سپارلي دي او د دې ریاست مسؤولین ټینګار کوي چې دا لړۍ به روانه وي.