د چارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د يو جامع جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د چارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د يو جامع جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د چارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو جامع جومات د بنسټ ډبره او همدارنګه د دې ادارې د يو کتابتون د پرانيستې مراسم د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال شيخ الحديث مولوي عزيزالرحمن منصور او د چارو ادارې لوی ریاست د ګڼو رياستونو د رئیسانو په ګډون ترسره شول.
سېشنبې، ۱۴۴۶ هـ.ق. ذوالحجې ۲۷مه/چنګاښ درېیمه.
غونډه د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل، ورپسې د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وینا وکړه.
شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په خپلو خبرو کې وويل: په تېر کې داسې فرمانونه صادرېدل چې موخه یې د خلکو او جومات ترمنځ اړیکې کمزوري کول و، خو نن د ویاړ ځای دی چې فرمانونه د جوماتونو د جوړېدو په موخه صادرېږي.
هغه زياته کړه: دا د خوښۍ ځای دی چې نن د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم او منظورۍ پر بنسټ، د يو جامع جومات د بنسټ ډبره چې ټولې اسانتياوې به ولري، د چارو ادارې لوی رياست په انګړ کې ترسره کېږي.
بلخوا، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال شيخ الحديث مولوي عزيزالرحمن منصور وويل: دا د نېکمرغۍ ځای دی چې په داسې مهم او تاريخي ځای کې د يو جامع جومات د بنسټ اېښودلو شاهدان يو.
ټاکل شوې ده چې یاد جامع جومات به د ۸۹۰ متره مربع په مساحت، په دوه پوړونو کې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له بودجې څخه جوړ شي او له بشپړېدو وروسته به تر ۱۲۰۰ ډېر کسان په يو وخت کې پکې لمونځ ادا کولای شي.
د یادو مراسمو بله برخه کې، يو مجهز کتابتون چې د چارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې جوړ شوی، د شيخ الحديث مولوي نورالحق انور له خوا پرانېستل شو او په رسمي بڼه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاده غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.