د پانګونې اسانتیا رئيس د سن لایټ خصوصي شرکت له استازو سره ولیدل

د پانګونې اسانتیا رئيس د سن لایټ خصوصي شرکت له استازو سره ولیدل

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد، د پاکستاني سن لایټ خصوصي شرکت له استازو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د هېواد دننه د رخت او موکېت فابریکې د جوړولو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.

یکشنبه، ذوالحجې، ۲۵مه/ چنګاښ لومړۍ نېټه

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس په دې لیدنه کې وویل چې اسلامي امارت له کورنیو تولیداتو ملاتړ کوي او پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت د اقتصادي پالیسي یوه برخه ده.

بل لور ته، د سن لایټ خصوصي شرکت استازو د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو له امله خوښي وښوده او د پانګونې اسانتیا رئیس څخه یې وغوښتل چې د دې فابریکې د ستونزو په حل کې ورسره هر اړخیزه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې نوموړې د رختونو او موکېت جوړولو فابریکه به ډېر ژر د سن لایټ خصوصي شرکت له خوا، د اته میلیونه ډالرو په لګښت، په افغانستان کې جوړه شي او شاوخوا ۷۵۰ کسانو ته به کاري زمینه برابره کړي.