د ملي تدارکاتو رئیس: په کار ده، چې د نظام د پیاوړتیا او ټولنې د پرمختګ لپاره ګډ کار وکړو

د ملي تدارکاتو رئیس: په کار ده، چې د نظام د پیاوړتیا او ټولنې د پرمختګ لپاره ګډ کار وکړو

 

د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو رئیس مولوي عبدالباقي منصور په مشرۍ او د خصوصي سکټور د استازو په ګډون له یاد سکټور څخه د ملاتړ، هڅونې او همغږۍ په موخه د ملي تدارکاتو ریاست د غونډو په تالار کې ناسته ترسره شوه.

 

دوشنبه، ذو القعدې۲۱مه/ غوایي۲۹مه، د ملي تدارکاتو رئیس د خصوصي سکټور د استازو له ګډون څخه خوښي وښوده او ویې ویل چې سوداګر د ټولنې هغه طبقه ده چې خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې او د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري. هغه زیاته کړه؛ کله چې دولت او خصوصي سکټور یو له بل سره همغږي او همکار وي، اقتصادي وده او د ټولنې پرمختګ یقیني کېږي.

 

د ملي تدارکاتو رئیس مولوي عبدالباقي منصور د خصوصي سکټور استازو ته په خطاب کې وویل؛ راځئ چې لاسونه سره ورکړو او د نظام د پیاوړتیا او ټولنې د پرمختګ لپاره ګډ کار وکړو؛ ترڅو هېواد په داسې ځای بدل شي چې هر څوک په کې د ارامۍ او خوشحالۍ احساس وکړي.

 

د خصوصي سکټور استازو خپلې ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه د اسلامي امارت سره د لا زیاتې همغږۍ په موخه وړاندې کړل او د ملي تدارکاتو له رئیس څخه یې وغوښتل چې اسلامي امارت دې له خصوصي سکټور څخه ملاتړ او د دوی ستونزو ته دې رسېدنه وکړي.

 

د ملي تدارکاتو رئیس د ګډونوالو نظریات او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ چې د خصوصي سکټور ستونزې به د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ په موخه له اړوندو ادارو او د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکې کړي. نوموړي د خصوصي سکټور له استازو وغوښتل چې هغوی هم خپلو مسؤولیتونو ته متوجې شي.

 

یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، په دعاء سره پای ته ورسېده.