د چارو ادارې لوی رئیس ولایتي او د ولسوالیو ښاروالانو ته په جوړ شوي ښوونیز سیمینار کې وینا وکړه

د چارو ادارې لوی رئیس ولایتي او د ولسوالیو ښاروالانو ته په جوړ شوي ښوونیز سیمینار کې وینا وکړه

د چارو ادارې لوی رئیس شیخ‌الحدیث مولوي نورالحق انور، د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له لوري ولایتي او د ولسوالیو ښاروالانو ته په جوړ شوي شپږ ورځني ښوونیز سیمینار پرانېستغونډه کې ګډون او وینا وکړه.

یاد پروګرام شنبه، ذي القعدې ۱۲مه/غوایي ۲۰، د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ د غونډو په تالار کې ترسره شو، چې په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ‌الحدیث مولوي نورالحق انور، د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحاق اخندزاده، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس شیخ
محمد طاووس طارق، رئیسانو، معاونینو او د ولایاتو او ولسوالیو ښاروالانو حضور درلود.

شیخ‌الحدیث مولوي نورالحق انور په خپلو خبرو کې وویل: د اسلامي امارت په تېره واکمنۍ کې دومره پرمختللي او د خدمت‌ رسونې امکانات نه و؛ لکه نن چې موجود دي. الحمدلله اوس الله تعالی مونږ ته فرصت راکړی، ترڅو په پوره توان او اخلاص سره د اسلامي امت د پرمختګ او بهترۍ لپاره کار وکړو او دا د شکر ځای دی چې مونږ ته د خلکو د خدمت کولو زمینه برابره شوې ده.

د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه؛ کله چې یو چاته مسؤولیت ورکړل شي، نو پر هغه واجب ده چې د خپلو دندو د ترسره کولو لپاره ټول اړوند اصول او قواعد زده او په کار واچوي، ځکه چې د امانت ترسره کول یوه ستره دنده او دروند مسؤولیت دی.

له بلې خوا، د ښاروالیو چارو سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحاق اخندزاده، زیاته کړه چې د دې ښوونیز سیمینار محتوا په ډیره لوړه کچه ترتیب شوې او د عوایدو راټولولو، بودجې او نورو برخو مسلکي کارپوهانو په کې برخه اخیستې ده.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس، شیخ محمد طاووس طارق هم ډاډ ورکړ چې د دې انسټیټیوت استادان به له هرې ممکنې لارې د هېواد ټولو ښاروالانو ته د نویو موضوعاتو په رسولو کې مرسته کوي، دوی تل هڅه کوي، ترڅو اړین تعلیمي مواد برابر او خلکو ته د ښه خدمت‌ رسولو زمینه برابره کړي.

د دې سیمینار لومړۍ ورځ د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعا پای ته ورسېده.