د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د غور ولایت له علماوو او قومي مخورو سره وکتل

 

د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد رباني ناصح، د غور ولایت له یو شمېر علماوو، قومي مخورو او مشرانو سره د یاد ولایت د خلکو د ستونزو حل په موخه د چارو ادارې لوی ریاست په مرمرینه ماڼۍ کې وکتل.

چهارشنبه، ذي القعدې نهمه/غوایي ۱۷مه

د غونډې په پیل کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال نور محمد حیدري وویل چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د هدایت له مخې، د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست تر اوسه له مختلفو اقشارو سره له دوه سوه زیاتې غونډې ترسره کړي چې د خلکو ډېرو غوښتنو او ستونزو ته رسېدنه شوې ده.

د غور ولایت مشرانو او قومي مخورو د چارو ادارې لوی ریاست له لوري د غور ولایت ولسونو ته د پاملرنې له امله خوښي څرګنده کړه.

هغوی په خپلو خبرو کې د کلینیکونو، سړکونو، مدرسو، معیاري ښوونځیو، اوبو بندونو، برېښنا او زېربناوو له کمښت څخه یادونه وکړه او د اسلامي امارت له مشرتابه یې وغوښتل چې په حکومتي جوړښت کې دې د غور ولایت مسلکي او وړ کسان وګومارل شي، د کابل-غور-هرات سړک دې بشپړ شي، د سیندونو اوبه دې مدیریت شي او د غور فرهنګي او تاریخي ابدات دې وساتل شي.

د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د ګډونوالو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ چې یادې ستونزې به له اړوندو مسؤولینو سره شریکې کړي او د امکاناتو له مخې به د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وشي. هغه زیاته کړه چې ټولې امارتي ادارې د خلکو پر مخ خلاصې دي او هڅه کوي چې د خلکو ستونزو ته په ښه ډول رسېدنه وشي.

غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسېده.