يو باب کور خپلې اصلي مالکې ته وسپارل شو

د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د کابل ښار نهمې ناحيې اړوند دريم مکرويان سيمه کې يو باب کور له هر اړخيزې څېړنې وروسته خپلې اصلي مالکې ته وسپاره.
نن سه شنبه د ( کب ۱۴مه/ رمضان المبارک ۴مه) د کورونو او جايدادونو د څېړڼې او تحت تأمين رياست يو تن مسؤول مولوي لعل محمد وويل د دې کور اصلي مالکې څه موده وړاندې د کور ترلاسه کولو لپاره عريضه کړي وه چې د اسنادو له هر اړخيزې څېړنې وروسته د امنيتي مسؤولينو، د ګذر وکيل او د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د مسؤولينو په شتون کې ياد کور خپلې اصلي مالکې ته وسپارل شو.
د ياد کور مالکې قدسيه بنت علي محمد د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست څخه د کور سپارلو له امله مننه وکړه.
د يادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست له مسؤولو بنسټونو سره په همغږۍ هڅې کړي ترڅو حق خپل حقدار ته وسپاري د افغانستان اسلامي امارت د بيا له واکمنېدو راهيسي لسګونه بابه کورونه له هر اړخيزې څېړنې وروسته خپلو اصلي مالکانو ته سپارلي.