د ښاري فرهنګ د رواجولو او د ښاري ګڼې ګوڼې د مخنيوي په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست د ودانیزو چارو د طرح او ډیزاین رئيس عمار زمرک یاسر په مشرۍ د ښاري فرهنګ رواجولو او ښار کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي کمېټې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه چې نن (چهارشنبه شعبان المعظم ۲۷مه/ کب ۸مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې ترسره شوه، پکې د کور او ښارو جوړولو، اوبو او انرژۍ وزارتونو، کابل ښاروالۍ، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او د ترافیکو عمومي رياست استازو ګډون کړی و.
غونډه کې ګډونوالو د جوړې شوې طرحې د ادرسنګ، د جي پي ايس سیسټم نصب، له امنیتي کمرو څخه ګټې اخیستنې، لاسي پلورونکو ته د بازار جوړولو، پلیو لارو څخه د کراچیو او موانعو لرې کولو د تطبیقي طرزالعمل په اړه خپل نظريات او وړاندیزونه شريک کړل.
د طرح او ډيزاین رئیس د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه په دقت سره واورېدل او پرېکړه یې وکړه چې اړوندې ادارې دې د ښاري فرهنګ د رواجولو او ښار کې د ګڼې ګوڼې مخنیوې په موخه خپلې طرحې او وړاندیزونه د چارو ادارې لوی رياست د ودانيزو چارو د طرح او ډيزاین ریاست سره شریکې کړي تر څو يې په راتلونکې غونډه کې په اړه پرېکړې وشي.
یاده غونده چې د قران کریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.