د واحد چتر لاندې د مالکيت حق ساده کولو او وړانديز شويو طرحو په اړه تعقيبي غونډه وشوه

 

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د (۲۷۰۸/۳۷۵) ګڼې حکم د تطبيق په موخه د مالکيت حق د ساده کولو د طرزالعمل په اړه د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس مولوي انجينر احمد ضياء خالد په مشرۍ د اړوندو ادارو د استازو ترمنځ غونډه وشوه.

دا غونډه نن یکشنبه (شعبان المعظم ۲۴مه/کب ۵مه) د دې ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شوه، چې پکې د کور او ښار جوړولو، عدلیې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او مالیې وزارتونو، کابل ښاروالۍ، د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریاست او د چارو ادارې لوی ریاست د ملي اقتصاد او زیربناوو ریاست استازو ګډون کړی و.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتیا رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې امارتي ادارې باید هڅه وکړي، ترڅو خلکو ته د ابادۍ په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو زمینه برابره کړي او د هېوادوالو د کار او پانګونې مخه و نه نیسي.

په دې غونډه کې د يادو ادارو استازو د شخصي ملکیتونو د مالکیت د تثبیت بهير د ساده کولو او د واحد چتر لاندې د ښاري پلان شویو سیمو لپاره د جوازونو د ورکړې د وړاندیز شوې طرحې په اړه هر اړخیز بحث وشو.

په پای کې د پانګونې اسانتیا رئیس د غونډې د ګډونوالو نظریات او وړاندیزونه واورېدل او ویې وویل چې اړتیا ده، ترڅو د طرزالعمل د ساده کولو او یادو شویو طرحو په اړه لا زیات کار وشي، ترڅو په راتلونکې غونډه کې لازم تصاميم ونیول شي.

دغه غونډه چې د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.