د وزارتونو او امارتي ادارو له رئیسانو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه

د وزارتونو او امارتي ادارو له رئیسانو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه

د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي د حکم د تطبیق په موخه د چارو ادارې د پلان، ارزونې او راپور جوړونې رئیس شیخ مولوي محمد طاؤس طارق په مشرۍ د وزارتونو، خپلواکو ادارو او امارتي شرکتونو د دفترونو د رئیسانو په ګډون د پایلو پر بنسټ د کلني پلان په اړه د همغږۍ غونډه تر سره شوه.

دغه غونډه نن چهارشنبه (شعبان المعظم ۱۳ مه / د سلواغې ۲۴ مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې جوړه شوې وه. د امارت د پلان، ارزونې او تحلیل رئیس د ادارو د رئیسانو له همکارۍ څخه د خوښۍ په څرګندولو سره ووېل؛ چې خپل مياشتنی ګزارش د پلان مطابق او امير المؤمنين د حکم په اساس د چارو ادارې لوی رياست ته وليږي تر څو د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي مقام ته دې وړانډې شي.

ښاغلي طارق دغه راز زیاته کړه چې اکثرو وزارتونو او ریاستونو خپل پلانونه عملي کړي او د ادارو له رئیسانو څخه یې وغوښتل؛ چې د خپل پلان تطبیق شوی راپور دې د کلني پلان او خپلو ادارو رهبرۍ سره د همغږۍ په اساس د چارو ادارې لوی ریاست ته وليږي؛ ترڅو د امیرالمومنین حفظه تعالی عالي مقام ته وړاندې شي.

د ناستې ګډونوالو هم د پلان، پالیسۍ، بودیجې او راپور ورکولو په اړه خبرې وکړې، دغه راز یې د پلان د ښه تطبیق او راپور ورکولو د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وکړل.

شیخ مولوي محمد طاوس طارق، د پلان، ارزونې او د امارت د راپورونو تحلیل رئیس، د دفترونو د رئیسانو نظریات او وړاندیزونه په دقت سره واوریدل او ویې ویل چې د موجودو ستونزو د حل لپاره باید نوره همغږي هم رامنځته شي.

دغه غونډه د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.