د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د بغلان له علماوو، قومي مخورو او ځوانانو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چاور رئيس مولوي محمد رباني ناصح د بغلان ولايت له علماوو، قومي مخورو او ځوانانو سره د هغوی د ستونزو او مشکلاتو د حل په موخه وليدل.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه (شعبان المعظم ۶مه/سلواغې ۱۷مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوي وه، په کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو مرستيال نورمحمد حيدري ميلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل تر اوسه مو د هېواد له بېلابېلو قشرونو سره د هغوی د ستونزو د اورېدلو په موخه لسګونو غونډې کړي دي.
ورپسې د بغلان علماوو، قومي مخورو او ځوانانو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په راتګ او اسلامي نظام په حاکميت خوښي خوښي وښوده او د خپلو ستونزو په اړه يې وويل چې د بغلان ولايت سيمو ته هيڅ خدمت نه دی شوی او له مسؤولينو يې وغوښتل چې د دغه ولايت ستونزو ته رسېدنه وکړي.
همدا راز يې په لرې پرتو سيمو کې د کلينکونو، ښوونځيو، سرکونو، جوماتونو، استنادي دېوالونو جوړولو او کروندګرو ته د کيماوي سرې او اصلاح شويو تخمونو ورکولو غوښتنه وکړه.
د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس پخپلو خبرو کې وويل هېواد کې پنځه څلويښت کاله جګړه تېره شوې، هر څه وران دي او اوس يې د ابادولو وخت دی او په وينا يې چې اسلامي امارت هڅه کوي چې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې بنسټيزې پروژې پلي کړي او ډاډ يې ورکړې چې ستونزې به يې له مسؤولو چارواکو سره د حل په موخه شريکې کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.