د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د باميانو علماوو او قومي مخورو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح د باميانو هزاره قوم علماو، قومي مخور او ځوانانو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه وليدل.
دغه غونډه چې نن يکشنبه د( رجب المرجب ۱۸مه/مرغومي ۳۰مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست مرستيال ښاغلي نور محمد حيدري ميلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل د امير المؤمنين د ځانګړي حکم پر اساس چې د امارتي ادارتو دروازې د ولس په مخ خلاصې کړئ او د هغوی ستونزې له هغوی څخه په خپله واورئ.
د باميانو هزاره قوم استازو د اجنډا له مخې خبرې وکړې او ویې ويل چې د اسلامي امارت په راتګ سره د قدرت جزيرې ختمې شوې او د هېواد بيا رغونې لپاره ښه زمينه برابره شوې، نو بايد په اوس وخت کې هېواد ته لا ښه خدمت وشي، د کانونو استخراج په مسلکي ډول ترسره شي او پيسې يې د هېواد په پراختيايي پروژو ولګول شي.
همدا راز د ياد ولايت قومي مخورو د اسلامي امارت پر بيا حاکمېدو خوښي وښوده او د باميان- غور، باميان-بادغيس او د باميان-دره صوف سرکونو جوړلو او د دغه ولايت برېښنا سب سټيشن جوړولو د ځنډول شوي کار د بيا پيليدو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې له خلکو سره دا ډول ناستې بايد دومداره شي.
په ناسته کې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد رباني ناصح وويل افغانان اوس د يو قوي مرکزي حکومت څښتنان دي چې د دوی په وينو او قربانۍ راغلی او اسلامي امارت ژمن دی چې د ولسونو او قومونو ترمنځ ملي يووالی وساتي او ډاډ يې ورکړ چې ستونزې به يې له اړوندو مقاماتو سره د حل په موخه شريکې کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پیل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.