د چارو ادارې لوی رئیس د میدان وردګ ټرانسپورټي ټرمینل ودانیزې پروژې پرانيستغونډه کې ګډون وکړ

د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د ميدان وردګ ولايت ټرانسپورټي ټرمنيل ودانیزې پروژې پرانيستغونډه کې ګډون او وينا وکړه.
دا غونډه چې نن سه شنبه(رجب المرجب شپږمه/مرغومي ۱۸مه) د میدان وردګ ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ پکې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر ملاحمیدالله اخندزاده، میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ او ولایتي مسؤولینو برخه اخیستې وه.
غونډې ته د چارو ادارې لوی رئیس وویل؛ د خوښۍ ځای دی چې نن بیا داسې یو مجلس کې ګډون لرو چې د ولسونو لپاره ښه پیغام لري او د اسلامي امارت د کلک هوډ او سپېڅلې ارادې په اساس هره ورځ د هېواد د ابادۍ او پرمختګ شاهدان یوو.
شيخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل چې مونږ او تاسو له داسې یو نظام څخه برخمن یوو چې په تشکيل کې يې داسې اشخاص راغلي چې بيا بيا ازمایل شوي او د ملت له منځه راپورته شوي دي، همدا راز په اوس وخت کې دلته د یو سالم رقابت فضاء رامنځته شوې، چې هره اداره غواړي چې د ولس غوښتنو ته په ښه توګه رسېدنه وکړي او د ولس له هيلو سره سم اقدامات وکړي.
نوموړي وويل، امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی ټول هغه وړانديزونه چې د ملت ستونزې ورسره کميږي؛ پرته له دې چې خپلو امکاناتو ته وګوري؛ په ورین تندي منظور کړل، ترڅو د ولس شته ستونزې ورسره کمې شي او د پردیو له احتیاج څخه خلاص شي.
غونډې ته د کور او ښار جوړولو او ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیرانو، میدان وردګ والي او نورو مسؤولینو هم ویناوې وکړې او ياده پروژه يې د دغه ولايت د مسافرينو، صادراتو، وارداتو او ترافيکي نظم په برخه کې ګټور ګام وباله.
د میدان ښار د مسؤولینو په وینا یاده پروژه چې چارې به یې د ۹ میاشتو په جریان کې بشپړې شي، ورسره به د دغه ولايت ټرانسپورټي چارې لا پیاوړې شي، ډیرو خلکو ته به په کې د کار زمینه برابره شي او د امارت خزانې ته به ترې عواید هم ترلاسه کیږي.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسېده.