ملي تدارکاتو ریاست د خصوصي سکتور لسګونو استازو لپاره د تدارکاتي فرصتونو ته د انلاین لاسرسي پروګرام ترسره کړ

ملي تدارکاتو ریاست د هېواد د خصوصي سکتور د شرکتونو، داوطلبانو او قرارداديانو لپاره د تدارکاتي فرصتونو ته د انلاین لاسرسي پروګرام ترسره کړ او په دې پروګرام کې د الکترونیکي تدارکاتو سیسټم اړوند لازم معلومات وړاندې شول.

یاد پروګرام د یکشنبې په ورځ (جمادي الثاني۱۳مه/لیندۍ ۲۵مه) د ملي تدارکاتو ریاست د الکترونیکي تدارکاتو سیسټم د پراختیا امریت له لوري او د خصوصي شرکتونو تر ۵۰ ډېرو استازو په ګډون ترسره شو. په دې پروګرام کې د شرکتونو د ثبت او طبقه بندۍ د سیسټم د کارونې په اړه تفصیلي معلومات شریک شول.

په پروګرام کې قراردادي شرکتونو ته د کارونې حساب د جوړولو، د تدارکاتو پېژندنې شمېره (VPIN) د ترلاسه کولو او د شرکتونو د ثبت او طبقه بندۍ په سیسټم کې د عملي کارونې څرنګوالي په اړه معلومات او روزنه ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده چې د شرکتونو د ثبت او طبقه بندۍ سیسټم (AVRCS) لویې ګټې د تدارکاتي پروسو چټکتیا، د کنسرسیومونو جوړېدو فرصت، د شرکتونو د ظرفیت ارزونې او د شرکتونو ترمنځ د سالمې سیالۍ زمینې برابرول دي.