په پلاني سیمو کې د ځمکو د وېش لپاره د طرزالعملونو ترتیب په اړه غونډه وشوه.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۲۷۰۸/۳۷۵) ګڼې حکم د دویمې پرېکړې له مخې، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ او د عدلیې، صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، د کابل ښاروالۍ، د پانګونې اسانتیا او ملي اقتصاد او زېربناوو ریاستونو د استازو ترمنځ په پلاني سيمو کې د هغو امارتي ځمکو چې خلکو په کې ښارګوټي او شخصي ملکيتونه جوړ کړي دي؛ د وېش د طرزالعمل په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.
دا غونډه نن یکشنبه (جماديالثاني۱۳مه/لیندۍ ۲۵مه) د چارو ادراې لوی رئیس په دفتر کې ترسره شوه، پيل يې د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت وشو، ورپسې شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حکم، ګډونوالو ته تشریح کړ.
په دې غونډه کې په هغو امارتي ځمکو هر اړخیز بحث وشو چې د استوګنیزو ښارګوټو او ښار جوړونې پلانونو لپاره ځانګړي شوې دي او کارونه یې تر یوې اندازې مخکې تللي دي. همدارنګه، د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمیسیون له خوا د امارتي ملکیت په توګه پېژندل شوې ځمکې، چې باید د ښار جوړونې پلان سره سم ووېشل شي او د هغو کسانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول چې په ښاري ساحو کې په خپلو شخصي ملکیتونو کې ابادۍ کوي؛ په اړه یې نظريات وړاندې شول.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د تخنیکي ټیم په ګډون، چې د کور او ښار جوړونې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او عدلیې وزارتونو، کابل ښاروالۍ، د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریاست، ملي اقتصاد او زېربناوو او د پانګونې اسانتیا ریاستونو استازي به په کې شامل وي او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د لارښوونو مطابق به د یاد طرزالعمل مسوده ترتیب او راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
غونډه د عدلیې وزارت د تقنین عمومي رئیس مفتي فضل هادي صاحب زاده، په دعا پای ته ورسیده.