د چارو ادارې لوی رئيس:ځوانان بايد له شته فرصتونو څخه سالمه استفاده وکړي
د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحدیث مولوي نورالحق انور په میدان وردګ ولایت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند څو ښوونيزو مرکزونو د ۱۴مې دورې محصلينو فراغت غونډه کې ګډون وکړ.
دا غونډه چې ميدان وردګ ولایت د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري جوړه شوې وه په کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رئیس مولوي غلام حیدر شهامت، د میدان وردګ والي قاري بختیار معاذ او ګڼو ولایتي مسؤولینو برخه اخیستې وه.
غونډې ته د چارو ادارې لوی رئیس وویل؛ د خوښۍ ځای دی چې په اوس وخت کې ځوانانو سره د علم، پرمختګ او هېواد د ابادۍ فکر دی او زياته يې کړه چې اسلامي امارت هیله لري د هېواد ځوان علمي کادرونه به د علمي او مسلکي زده کړو په وسيله هېواد د پرديو له احتياجه خلاص کړي او په ټولو هغو برخو کې به خدمت وکړي چې ولس ورته اړتيا لري.
شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې د دې هیواد هره برخه کلونه، کلونه متضرره او ځپل شوې، اوس د دې رغول، ابادول او جوړول په علمي ګاڼه سنبال ځوانانو پورې تړاو لري، ترڅو لاسونه سره ورکړي او د خپل توان مطابق له مادي او معنوي پلوه خپل هیواد په هره برخه کې له نړۍ سره سیال کړي.
نوموړي وويل چې الله تعالی افغانانو ته داسې نظام ورکړی چې د هېواد د جوړولو کلکه اراده لري او د ځوانانو استعدادونو او وړتياوو ته لومړيتوب ورکوي او په وينا يې چې ځوانان باید د وخت، علم او صحت په ارزښت پوه شي، له شته علمي فرصتونو څخه سالمه ګټه پورته کړي او هېواد او ولس ته په اخلاص او امانتدارۍ خدمت وکړي.
په دې غونډه کې د ميدان وردګ والي، د تخنیکي او مسلکي زده کړو رئیس او ولايتي ادارې مسؤولينو هم ګډون او ويناوې وکړې او په پای کې فارغ شويو محصلينو باندې ستاينليکونه ووېشل شول.
دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسېده.