یو باب کور خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست له هر اړخیزې څېړنې وروسته د کابل ښار څلورمې ناحيې تایمني پروژې سيمه کې يو باب کور د ګذر وکیل او د ياد رياست د مسؤولینو په حضور کې اصلي مالک ته وسپارل شو.

نن يکشنبه (جمادي الثاني ۶مه/ لیندۍ ۱۸مه) د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمين ریاست یو تن مسؤول، مولوي لعل محمد برهاني وویل چې ياد کور د يو زورواکي له لوري لاندې شوی و، هېڅ ډول قانوني مسؤولیت یې نه درلوده، د اسنادو او شواهدو تر ارزونې وروسته نن خپل اصلي مالک ته وسپارل شو.

غلام صفدر چې د پروان ولایت اصلي اوسېدونکی او د یاد کور د مالک زوی دی، د چارو ادارې لوی رياست څخه خوښي وښوده او ويې ویل زموږ په کور کې یو زورواکي ژوند کاوه او د خپل کور د ترلاسه کولو لپاره مو د چارو ادارې لوی ریاست ته مراجعه وکړه، د هغوی تر ارزونې وروسته يې نن ورځ کور بيرته راته وسپاره.

د یادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست، له امنيتي ځواکونو او د استخباراتو عمومي ریاست سره په همغږۍ، د ولایتونو او کابل ښار په بېلابېلو برخو کې تر اوسه له ۱۵۰ څخه زیات کورونه د هغوی اصلي مالکانو ته سپارلي دي.