ماليې وزارت ته د صدر مارکېټ او اړوند ملکيت سپارلو په اړه غونډه وشوه

د اميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه اللّٰه تعالی د حکم په اساس په کابل ښار کې ماليې وزارت ته د صدر مارکيټ او اړوند ملکيت د سپارلو په موخه د چارو ادارې لوی رياست د پلان، ارزونې او د امارت د ګزارشونو د تحليل رئیس مولوي محمد طاوس طارق په مشرۍ د ماليې، عامې روغتيا، د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارتونو او کابل ښاروالۍ د استازو ترمنځ غونډه وشوه.

دغه غونډه چې نن يکشنبه( جمادي الثاني شپږمه/ لیندۍ ۱۸مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې ترسره شوه، په کې د چارو ادارې لوی رياست د پلان، ارزونې او د امارت د ګزارشونو د تحليل رئیس مولوي محمد طاوس طارق د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه، د یادې ځمکې د سپارلو په اړه يې د اميرالمومنين حفظه اللّٰه تعالی حکم ولوست او زياته یې کړه چې د اميرالمؤمنين حفظه اللّٰه تعالی د حکم له مخې به ياده ځمکه ماليې وزارت ته سپارل کيږي.
په غونډه کې د اړوندو ادارو استازو د اميرالمؤمنين حفظه اللّٰه تعالی د حکم تطبيق په اړه خوښي وښوده او ويې ويل چې ياده ځمکه يو مهم او سوداګريز موقعيت کې ده چې ماليې وزارت ته د سپارلو سره به ورڅخه هغوی په ښه توګه استفاده وکړي او په ناسته کې پرېکړه وشوه چې په ياده ځمکه کې د اړوندو امارتي ادارو اجناس نورو ساحو ته انتقال شي.

د يادونې وړ ده چې دغه ځمکه چې ۱۴۵۲۳ متره مربع مساحت لري؛ د کابل ښار لومړۍ ناحيې اړوند منډوي سيمه کې موقعیت لري او تر دې وړاندې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ اړوند وه چې د امير المؤمنين حفظه الله تعالی د حکم پر اساس ماليې وزارت ته انتقال شوه.

دا غونډه چې د قرانکريم په مبارکو ايتونو پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.