د پانګونې اسانتیا رئیس د افغانستان له صنعتکارانو سره وليدل
د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له رئیس شیرباز کمین زاده او د هېواد له یو شمېر صنعتکارانو سره د دوی د ستونزو حل په موخه ولېدل.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه( جمادي الثاني دوهمه/ لیندۍ ۱۴مه) د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې د اسانتیا رئیس په کاري دفتر کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د پانګونې اسانتیا رئیس د هېواد د صنعتکارانو په شتون خوښي څرګنده کړه او په وینا یې چې اسلامي امارت پاليسي اقتصاد محوره ده او مسؤولیت لري چې د هېواد صنعتکاران وهڅوي او له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي.
شیرباز کمین زاده، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رئیس وویل چې د هېواد کورني تولیدات د ودې په حال کې دي او د ګاونډیو هېوادونو سره سیالۍ ته رسېدلي دي او ټینګار يې وکړ چې اړتیا ده په ګډه همکاري وکړو؛ ترڅو هېواد پر ځان بسیا شي.
په دې غونډه کې د افغانستان صنعتکارانو د وچو شیدو په تعرفې او نورو هغو ستونزو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل چې د هېواد صنعتکاران ورسره مخ دي، دوی د پانګونې اسانتیا رئیس څخه وغوښتل چې اسلامي امارت د خصوصي سکټور ستونزې حل کړي ترڅو دوی وکولی شي خپل تولیدات ډېر کړي.
مولوي انجنیر احمد ضیاء خالد د افغانستان د صنعتکارانو نظریات او وړاندیزونه په دقت سره واورېدل او زیاته یې کړه چې د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا ریاست دروازه د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره پرانیستې ده. نوموړي ډاډ ورکړ چې ستونزې به يې د حل په موخه له اړوندو مسؤولینو سره شریکې کړي.
دغه غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.