د چارو ادارې لوی رئیس په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

دا ناسته چې نن پنجشنبه (جمادی الاول ۱۹مه/لیندۍ لومړۍ) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ پکې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، مرستیالانو او رئیسانو ګډون کړی و.

ناسته د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوه، ورپسې د چارو ادارې لوی رئیس پخپله وينا کې وويل؛ د نظام د پرمختګ لامل تر ډیره حده د افرادو له زیاتوالي سره تړاو نه لري؛ بلکې دا له ژمنتيا، احساس او انګېزې سره تړلې ده او خدمت د یوې ځانګړې روحیې له مخې کیږي.

نوموړي وويل دندې ته باید د مسؤولیت او امانت په نظر وکتل شي، غفلت او سستي پکې ونشي، له ټاکلي وخت باید ډیر کار وشي او د کارمندانو ظرفيتونه لوړ شي؛ هغوی خپلو مکلفیتونو او کاري استقامتونو ته متوجه کړل شي او په پوره معنا واقعیتونه او اړتیاوې په نظر کې ونیول شي.

په غونډه کې د ادارې اړوند په يو شمېر مسايلو او موضوعاتو بحث وشو او په اړه يې لازم تصاميم ونيول شول.

دا ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.