د ارتل پله څخه تر جوی شیر پورې د سرک پراختیايي پروژې افر پرانیسته وشوه

د ملي تدارکاتو ریاست له لوري د کابل ښاروالۍ اړوند د ارتل پله څخه د سرک پراختیا او د جوی شیر نوي سرک سره د نښلولو پروژې افر پرانیسته د داوطلبو شرکتونو د استازو په حضور کې ترسره شوه.

دا غونډه چې نن یکشنبه (جمادي الاول ۱۵مه/لړم ۲۷مه) د ملي تدارکاتو ریاست په تالار کې ترسره شوه، په پیل کې، د ملي تدارکاتو رياست د محرومیت کمیټې امر مولوي محمد نبي حماد د داوطلبو شرکتونو د ګډون هرکلی وکړ او ویې ویل چې په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا زیاته شوې ده.

ښاغلي حماد زیاته کړه چې د هرې پروژې په پلي کولو سره زرګونه کسانو ته په مستقيمه او غير مستقيمه توګه ګټه رسېږي او په وينا یې چې گټونکي شرکتونه بايد په خپل کار کې اخلاص او صداقت په پام کې ونیسي او همدا راز د الله تعالی د رضا او خلکو ته د خدمت په نیت کار وکړي.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.