د پانګونې اسانتیا رياست مرستیال د پستې پانګوالو سره وليدل

د پانګونې اسانتیا ریاست د پستې باغونو جوړولو او په دې برخه کې د پانګونې پراختیا په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د کابل صنعتکارانو ټولنې او د پستې خصوصي شرکتونو یو شمېر استازو ترمنځ غونډه وشوه.

دغه غونډه نن پنجشنبه (۱۲ جمادي الاول/۲۴ لړم) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د پانګونې اسانتیا ریاست له لوري د پستې په برخه کې د پروژو، فعالیتونو او د کار پرمختګ په اړه معلومات وړاندې شول.

همدا راز په غونډه کې د یادو ادارو استازو د پستې د باغونو د ډولونو، د باغونو جوړولو پړاوونو، ستونزو او په دې برخه کې د پانګونې په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د پانګونې اسانتیا ریاست مسؤولینو څخه یې وغوښتل چې د پستې باغونو په جوړولو کې پوره پاملرنه وکړي.

په پای کې د پانګونې اسانتیا رياست مرستیال مفتي عبدالواحد عثماني ډاډ ورکړ چې د پستې باغونو جوړولو په برخه کې به له پانګوالو څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي، نوموړي د پستې خصوصي شرکتونو څخه وغوښتل چې خپلې طرحې د پانګونې اسانتیا ریاست سره شریکې کړي ترڅو د دې ریاست د کارپوهانو له لوري وڅېړل شي او په راتلونکې غونډه کې يې په لاړه لازم تصاميم ونيول شي.

غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.