د مراجعينو ستونزو ته د ښې رسېدنې په موخه د همغږۍ غونډه وشوه
د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په مشرۍ د ادارې رئيسانو او معاونينو ترمنځ د مراجعينو ستونزو ته د ښې رسېدنې په موخه د همغږۍ غونډه وشوه.
دا غونډه چې نن سه شنبه«جمادي الاول ۱۰مه/ لړم ۲۲مه» د ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې شيخ الحديث مولوي نورالحق انور پخپلو خبرو کې د دعوت او ارشاد رياست له لوري د ديني تعليمي نصاب او نبوي سيرت سيالۍ ترسره کېدو ستاينه وکړه او زياته يې کړه چې امر بالمعروف او نهي عن المنکر د هر مسلمان فريضه ده چې بايد سرته يې ورسوي.
نوموړي پخپلو خبرو کې د چارو ادارې لوی رياست د مراجعينو ستونزو ته د ښې رسېدنې او په چارو کې په دقت او چټکۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې په اداري پړاوونو کې دې هغه ستونزې په نښه او حل لارې ورته ولټول شي چې له امله يې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کيږي.
د چارو ادارې لوی رئیس وويل چې اوسمهال پانګوال په هېواد کې د پانګونې په برخه کې د سيالۍ حد ته رسېدلي دي او د اړوندو رياستونو له مسؤولینو يې وغوښتل چې پانګوالو ته په هېواد کې د پانګونې او اقتصادي مسايلو په برخه کې د لا زياتو اسانتياوو رامنځته کولو هڅې وکړي.
په غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ته سپارښتنه وشوه چې د چارو ادارې لوی رياست، جانبي واحدونو او ولايتي ښارواليو د اداري پروسو ساده کولو بهير لا چټک کړي او په دې برخه کې خلکو ته اسانتياوې رامنځته کړي.
دا مجلس د خير په دعا پای ته ورسېده.