د ميدان وردګ د ټرانسپورټي ټرمينل د احاطې ديوال او عمومي دروازې جوړولو افر پرانیسته وشوه

د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ميدان وردګ د ټرانسپورټي ټرمينل د احاطې ديوال او عمومي دروازې جوړولو پروژې افر پرانيستې غونډه د داوطلبو شرکتونو په حضور کې ترسره کړه.

دغه غونډه چې نن چهارشنبه (جمادي الاول ۴مه/لړم ۱۶مه) د ملي تدارکاتو رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ په پيل کې د ياد رياست تخنيکي مرستيال مولوي محمد اللّٰه محمدي داوطلبو شرکتونو استازو ته ښه راغلاست ووايه او خوښي یې څرګنده کړه چې په داسې مجلس کې ګډون کوي چې د هېواد په سطحه په کې د يوې پروژې افر پرانیسته ترسره کيږي.
ښاغلي محمدي د داوطلبو شرکتونو له استازو څخه وغوښتل چې د پروژې د قرارداد ګټونکي شرکت نيت بايد د اللّٰه رضاء، ځورېدلي ملت ته د خدمت او حلالې نفقې لاسته راوړل وي، د نوموړي په وينا بيا به په دې کې اللّٰه تعالی برکت اچوي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.