د هېواد په گمرکي بندرونو کې د سکنرونو عملي نصب د پیل په اړه غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس انجنير مولوي احمد ضياء خالد په مشرۍ، د کورنیو چارو، مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، استخباراتو عمومي ریاست او قراردادي شرکت د استازو ترمنځ د هېواد په ګمرکي بندرونو کې د سکنرونو د نصب عملي چارو د پيل په اړه غونډه وشوه.

دا ناسته چې نن چهارشنبه (جمادي الاول څلورمه/لړم ۱۶مه) د چارو ادارې لوی ریاست کې ترسره شوه، په کې د پانګونې اسانتيا رئيس انجنیر مولوي احمد ضياء خالد وويل، د دې غونډې موخه د تخنیکي پلاوي د سفر معلومات وړاندې کول وبلل، چې د هېواد د گمرکي بندرونو د لیدنې لپاره ترسره شوی و.

ښاغلي خالد وویل، د ګمرکونو او بندرونو د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې د هېواد په ځینو ګمرکي بندرونو کې د سکنرونو د نصب لپاره مناسبه ځمکه شته او اړینه ده چې قراردادي شرکت د تړون د موادو له مخې د هغې د ډیزاین چارې په عملي توګه پيل کړي.

همدا راز د ګډون کوونکو ادارو استازو د سکنرونو نصب د ساحو ډیزاین او تفصیلي پلان په اړه هر اړخيز بحث وکړ.

په پای کې، انجنير مولوي احمد ضياء خالد ټینګار وکړ چې د هېواد په ګمرکي بندرونو کې د سکنرونو د نصب اهمیت په نظر کې نیولو سره اړوندې ادارې باید خپلې ټاکلې دندې په قاطع او چټک ډول ترسره کړي.

دا ناسته چې د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.