د کارکوونکو د روغتيايي زيان د جبران په اړه د کابينې د پريکړې عملي کولو په موخه غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې د پريکړې د عملي کولو او د کارکوونکو د روغتيايي زيان د جبران په اړه د بحث په موخه، د چارو ادارې د کابینې چارو د انسجام رئیس په مشرۍ او د مالیې، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو د استازو په ګډون غونډه وشوه.

دغه غونډه نن سه شنبه (جمادي‌الاول دريمه/لړم ۱۵مه) د چارو ادارې لوی ریاست د کابینې چارو د انسجام رئیس مولوي محمد صادق عاکف په مشرۍ ترسره شوه، چې پیل یې د قران کریم په مبارکو ایتونو وشو.

ښاغلي عاکف د دې غونډې جوړولو موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت وړاندیز؛ چې د کابينې د پريکړې مطابق امارتي کارکوونکو ته د روغتيايي زيان جبران دی یاد کړ او زياته یې کړه چې په ياد شوي وړاندیز کې ځينې ملاحظات شته چې وضاحت ته اړتيا لري.

له بلې خوا، د مالیې، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو استازو د چارو ادارې لوی ریاست د ملاحظاتو او د اسلامي امارت په لومړۍ واکمنۍ او د تېرو ادارو پر مهال د کارکوونکو د روغتيايي زيان جبران د مقررې په اړه معلومات وړاندې کړل.

په پای کې له هر اړخيز بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د کارکوونکو د روغتيايي زيان جبران مقرره دې د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د (۹) شمېرې فرمان مطابق ترتیب او اړوندو مراجعو ته دې د تائيدۍ لپاره ولېږل شي.

د یادولو وړ ده چې د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د (۹) شمېرې فرمان له مخې، د اسلامي امارت ټولې ادارې مکلفې دي چې تقنیني اسناد د شريعت د اصولو مطابق ترتيب کړي.

دغه غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.