د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس د یو ان هبیتات مسؤولينو سره وليدل
د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده د یو ان هبیتات له مشرې سټيفيني سره په ولایتونو کې د ملکي خدمتونو پروژو د تطبیق په موخه وليدل.
دغه غونډه چې نن پنجشنبه (ربیع الثاني ۲۸مه/لړم ۱۰مه) د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریاست کې جوړه شوې وه، په کې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده وویل: هېواد مو جګړو سخت ځپلی او ولسونه مو د ژوند له مهمو اسانتياو څخه بې برخې دي.
ښاغلي اخندزاده زياته کړه د هېواد بېلا بېلو ولايتونو ته د سفرونو په ترڅ کې مو د صحي اوبو، روغتونونو، سرکونو، استنادي دېوالونو او ښوونځيو په برخه کې ستونزې له نږدې وليدلې چې په دې برخه کې بايد مرستندويه ټولنې لازمه همکاري وکړي.
په غونډه کې د یو ان هبیتات مؤسسې مشرې وویل، په افغانستان کې تر بل هر وخت ښه امنيت راغلی او غواړو خپلې تجربې د اسلامي امارت له مسؤولینو سره شریکې کړو او په وينا يې چې په ولايتونو کې د شته ستونزو حل په برخه کې لازمه همکاري وکړو.
همدا راز يې په بېلابېلو ولایتونو کې د پيل شويو پروژو څخه يادونه وکړه او زياته يې کړه چې په راتلونکې کې به نورې پروژې هم پيل شي.