د چارو ادارې لوی رئیس: د مسؤولینو تغير او تبديل د ولس ستونزو ته د ښې رسېدنې په موخه کيږي

د چارو ادارې لوی رئیس: د مسؤولینو تغير او تبديل د ولس ستونزو ته د ښې رسېدنې په موخه کيږي

د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نوي رئيس د معرفي په غونډه کې ګډون وکړ.

دا غونډه چې نن چهارشنبه«ربيع الاول۱۵مه/ وږي۲۸مه» د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ په کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور او يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل؛ د اسلامي امارت مشرتابه د خپل لزوم ديد له مخې د هېواد او ولس اړتياوو ته په کتو د يو مسؤول ټاکنه، تغير او تبديل کوي، تر څو هېواد او ولس ته د خدمت په برخه کې لا ښه والی رامنځته شي.

نوموړي وويل؛ اسلامي امارت د خپل ولس اړتياوو ته په کتو د حکومت تشکيلاتي جوړښت لري او هغه څه چې د نورو نظامونو په تشکيل کې نشته؛ دلته ځکه شته چې د افغانانو، ديني، کلتوري او ټولنيزو اړتياوو ته د رسېدلو هوډ او اراده شته.

شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل؛ د ملکي خدمتونو په چارو کې ښايي يو څه مشکلات وي، خو په وينا يې په دې برخه کې د نورې نړۍ پرمختللي هېوادونه هم ستونزې لري، مګر اسلامي امارت د حکومتولۍ په درې کلن مزل کې له توقع پورته خدمتونه او فعاليتونه ترسره کړي دي.

د چارو ادارې لوی رئیس د احصايې او معلوماتو ملي ادارې پخواني رئيس ډاکټر فقير محمد زيار هڅې او فعاليتونه وستايل او نوي رئيس مولوي عبدالقاهر ادريس ته يې پخپلو چارو کې د بريا هيله وکړه.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.