له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژۍ د سفارشاتو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژۍ د سفارشاتو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رياست په مشرۍ، د مالیې، کانونو او پټرولیم وزارتونو د استازو په ګډون له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتېژۍ د سفارشونو نهايي کېدو په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

دغه غونډه نن دوشنبه (ربیع الاول ۱۳مه /وږي ۲۶) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوه، په پیل کې د چارو ادارې لوی ریاست د امارت د پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالباري عاطف وویل د افغانستان اسلامي امارت تګلاره د اداري فساد په وړاندې مبارزه ده ترڅو دغه وژونکې پديده له منځه لاړه شي.

ښاغلي عاطف زياته کړه، موږ باید له فساد سره د مبارزې په برخه کې قوي اراده ولرو او ټول هغه خنډونه چې له فساد سره د مبارزې په لاره کې پراته دي؛ له منځه یوسو.

د ګډون کوونکو ادارو استازو له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې خپلې لاسته راوړنې وړاندې کړې او پرېکړه يې وکړه چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې وروستۍ سپارښتنې دې له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژۍ د سند په وروستي کولو کې له ګډون کوونکو ادارو سره شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې له اداري فساد سره د مبارزې ملي ستراتیژۍ د سفارشونو یوه برخه د عوایدو د راټولولو لپاره د الکترونیکي سیسټم رامنځته کول او د غیر فعاله الکترونیکي سیسټمونو فعالول، په چيک پاينټونو او د لوړ تناژ ترازوګانو کې د امنیتي کامرو نصبول دي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.