د افغان ملي ماڼۍ د ستونزو حل په موخه غونډه ترسره شوه

د افغان ملي ماڼۍ د ستونزو حل په موخه غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د هدايت د تطبيق په موخه د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رياست په مشرۍ د اړونده ادارو استازو سره د افغان ملي ماڼۍ د ستونزو حل په موخه غونډه ترسره شوه.

دغه غونډه نن دوشنبه (ربيع الاول ۱۳مه/ وږي ۲۶مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي محمد حنان حقاني په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د پانګونې اسانتيا رياست، ماليې وزارت، کابل ښاروالۍ او افغان ملي بانک استازو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د اړوندو ادارو استازو د افغان ملي ماڼۍ د قرارداد او مالیاتو د ورکړې او نورو ستونزو په اړه هر اړخیزې څرګندونې وکړې او د ستونزو حل په اړه يې نظريات وړاندې کړل.

د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو رئيس مولوي محمد حنان حقاني د اړوندو ادارو د استازو نظرونه او دلايل په غور سره واورېدل او ويې ويل چې د حقوقي، تقنيني او قضايي چارو کارپوهان به د پلان جوړونې، د طرحې او ډيزاين رياست، افغان ملي بانک او عزيزي ګروپ سره په جلا توګه غونډې وکړي؛ ترڅو د مستندو اسنادو پر بنسټ پرېکړه وشي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.