د چارو ادارې لوی رئیس؛ د اسلامي امارت مسؤولین د شفافیت د تأمین پياوړې انګیزه لري
د چارو ادارې لوی رئیس؛ د اسلامي امارت مسؤولین د شفافیت د تأمین پياوړې انګیزه لري
د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د ملکي خدمتونو انسټيټوټ له لوري د ولایتونو د ښارواليو ۳۸ تنو مسؤولينو، مالي او اداري امرينو ته د مديريت د اساساتو او لنډمهاله پلان جوړونې روزنيز پروګرام فراغت غونډه کې ګډون وکړ.
دغه غونډه نن پنجشنبه (ربیع الاول ۹مه/وږي ۲۲مه) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو انسټیټوټ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په تلاوت وشو او په کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحدیث مولوي نورالحق انور په خپلو خبرو کې په ښاروالۍ کې د عوایدو په راټولولو کې په شفافیت ټینګار وکړ.
د چارو ادارې لوی رئيس وويل، که چېرې يو کارمند د ظرفيت لوړونې درسونه زده نه کړي او د درسونو د زده کړې انګيزه ونه لري، روڼتيا نه شي رامنځته کېدلی.
شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د خلفاء راشدينو زرینې دورې ته په اشارې وویل، خلفاء راشدين د هر مسلمان لپاره غوره نمونې دي، چې د ښې او شفافې حکومتولۍ میراث یې پرېښود.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، هغه چارواکي چې اوس د اسلامي نظام په تشکيلاتي جوړښت کې شامل شوي دي، د چارو د لاشفافيت په برخه کې ښه انګیزه لري او دا د خوښۍ ځای دی چې په چارو کې د لا روڼتيا لپاره یوه انګیزه او لاره شته ده.
په دې ناسته کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده له ګډونوالو وغوښتل چې په دغه روزنیزو پروګرام کې يې چې څه زده کړي دي، په اړونده اداره کې دې د شفافیت په موخه عملي کړي.
د یادونې وړ ده چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د خپلو روزنیزو پروګرامونو په لړ کې دا ځل د ښارواليو د عوایدو د ۳۸ تنو په ګډون د ملکي خدمتونو د ادارو ۲۴۵ تنو کارکوونکو ته روزنیزو پروګرام پيل کړی و، چې نن ورته تصديقليکونه ورکړل شول.
دغه غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.