د محمود خان پله د ځمکې استملاک په اړه د همغږۍ غونډه جوړه شوه

د محمود خان پله د ځمکې استملاک په اړه د همغږۍ غونډه جوړه شوه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء مقام د هدایت په اساس د محمود خان پله اړوند د پنځه جریبه ځمکې د موازي استملاک په اړه د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنیني او قضايي چارو ریاست په مشرۍ د اړونده ادارو مسؤولینو سره غونډه وشوه.

دغه غونډه نن چهارشنبه (ربیع الاول ۸ مه/ وږي۱۲مه) د کور او ښارجوړونې، مالیې او عدلیې وزارتونو، کابل ښاروالۍ، احصايې ملي ادارې، اراضي او افغان پست ادارو د استازو په ګډون د چارو ادارې لوی رياست د غونډو تالار کې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، وروسته د یادې موضوع په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د یادو ادارو استازو له هر اړخیز بحث وروسته د محمود خان پله د ځمکې د استملاک ستونزې حل په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د چارو ادارې لوی رياست د حقوقي، تقنیني او قضايي چارو مرستیال نذیرالله راستین د کابل ښاروالۍ له خوا د محمود خان پله اړوند ځمکې د استملاک او د مالیې او کور او ښار جوړونې له وزارت څخه افغان پست امارتي شرکت ته د سپارلو په اړه د لا زیاتو اسنادو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د شواهدو او دلایلو پر بنسټ به د موضوع څېړلو راپور چمتو او د وروستۍ پرېکړې لپاره به د رياست الوزراء عالي مقام ته وړاندې شي.

دغه غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.