د کابينې پنځمه غونډه: د امنيتي ارګانونو ستاينې او د بيارغونې چارو د همغږۍ په اړه بحث وشو

د کابينې پنځمه غونډه: د امنيتي ارګانونو ستاينې او د بيارغونې چارو د همغږۍ په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې پنځمه غونډه د رئيس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه «۱۴۴۶ هجري قمري کال د ربيع الاول ۶مه/ وږي ۱۹مه» ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث پريکړې وشوې.

دا غونډه چې د قرانکريم د مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه، ورپسې له اجنډا سره سم په موضوعاتو بحث وشو او د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې هېواد کې د امنیت د ټينګښت په وياړ امنيتي ارګانونه وستايل شي او د امنيت لا ټينګښت او همغږۍ زياتوالي په موخه دې اړوند ارګانونه خپلمنځي ناستې وکړي او ګزارش دې د ریاست الوزراء عالي مقام سره شريک کړي.

همدا راز د کابينې په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور ته دنده وسپارل شوه، تر څو هغو ادارو سره چې د هېواد د بيارغونې چارې ترسره کوي؛ د همغږۍ پياوړتيا په موخه ناستې وکړي او خپلو کارونو ته يې لا متوجه کړي.

د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.