د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د کندهار علماء کرامو، ګذر وکيلانو او اصنافو له استازو سره وليدل

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس د کندهار علماء کرامو، ګذر وکيلانو او اصنافو له استازو سره وليدل

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس مولوی محمد اسحق اخندزاده، د کندهار ولايت له علماء کرامو، ګذر وکيلانو او د اصنافو له استازو سره د هغوی ستونزو د حل په موخه د دغه ولايت د ښاروالۍ د غونډو په تالار کې وليدل.

په دې لیدنه کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس سمع او اطاعت په اسلامي امارت کې یو مهم اصل وباله او زياته يې کړه چې د اسلامي امارت د رهبري مقام په هدایت مختلفو ولایتونو ته سفر کوو تر څو د ښارواليو فعالیتونه له نږدې وڅارو.

همدا راز په دې غونډه کې د کندهار د خلکو استازو خپلې ستونزې، نظریات او غوښتنې له ښاغلي مولوي محمد اسحق اخندزاده سره شریک کړل او له ښاروالۍ څخه يې وغوښتل چې د کندهار ښار ښکلا ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په پای کې ښاغلي اخندزاده زیاته کړه چې هغه پیسې چې د ښار د صفایي له لارې ترلاسه کيږي؛ د سرک جوړولو، پلچکونو او عامه خدماتو په برخه کې مصرفيږي او له علماء کرامو، ګذر وکيلانو او د کندهار ښار د اصنافو استازو څخه يې وغوښتل چې د کندهار ښاروالۍ سره د عوايدو د منابعو په ژوندي کولو کې همکاري وکړي.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.