خوست ښاروالۍ د ۱۸،۳ مېلیونو افغانیو په قیمت د دوو پروژو چارې پیل کړې

خوست ښاروالۍ د ۱۸،۳ مېلیونو افغانیو په قیمت د دوو پروژو چارې پیل کړې

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې خوست ښاروال قاري بسم الله بلال د ۱۴۰۳ کال جوړ شوي رغنیز پلان اړوند بشپړ معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه، چې د پلان شويو پروژو له جملې يې ۱۸،۳ میلیونو افغانيو په لګښت ښار کې د دوو پروژو چې د يوه سرک او لښتيو ترميم او تر څنګ يې د يو سرک او لښتيو اساسي جوړول پکې شامل دي؛ کار شروع کړ.
ښاغلي بلال وویل چې ډیر ژر به د ۶ نورو پروژو چارې هم پیل شي، چې د ټولو رغنیزو پروژو لګښت د ښاروالۍ له لوري ورکول کیږي.
په مراسمو کې خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني د ښاروالۍ له لوري په ښار کې د رغنيزو چارو ستاینه وکړه او ويې ويل، چې د د دغو ټولو کارونو يو لوی لامل د امارتي ادارو او ښاريانو تر منځ ښه همغږي او ګډ کار کول دي.
ښاغلي روحاني اوسنی امنيتي محول د رغنيزو پروژو د تطبيق لپاره ښه فرصت وباله او زياته يې کړه، چې ټولې مسؤولې ادارې دې د خپل مسؤوليت له مخې له موجوده فرصته د ولس لپاره روانې چارې لا ګړندۍ کړي تر مو خپل مسؤوليت په ښه شان سرته رسولي وي.
عامو ښاریانو د ښاروالۍ له مسؤولینو مننه وکړه او ټينګار یې وکړ، چې د پروژو د چارو چټکتيا تر څنګ يې باید کيفيت هم په پام کې ونيول شي تر څو مو ښار کې معياري پروژې بشپړې شوي وي.
د يادونې ده، چې په ياده ناسته کې د ولايتي ادارې ترڅنګ، د يو شمېر ملکي او نظامي ادارو مسؤولينو، د ښاروالۍ آمرينو، د مشورتي بورډ غړو، د ناحيو مديرانو، وکيل ګذرانو، د اصنافو شبکې غړو، د رسنيو خبريالانو او په ټوله کې عامو ښاريانو ګډون کړی و.
دا مجلس چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.