د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس هلمند ولايت ته سفر وکړ

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس هلمند ولايت ته سفر وکړ

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د يو پلاوي په مشرۍ له امارتي ادارو سره د ښاروالۍ چارو د اړیکو د لا ښه والي په موخه د هلمند ولايتي ادارې مسؤولینو او رئیسانو سره وليدل.

دا ليدنه د هلمند ولایت مقام په تالار کې د قران عظیم الشان په تلاوت سره د یاد ولایت د مسؤولینو او رئيسانو حضور کې پیل شوه، ورپسې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئیس هلمند ولايت ته د خپل سفر موخه د لښکرګاه ښاروالۍ له کړنو څخه څارنه وبلله او ويې ويل، چې ښاروالۍ يو غير بودجوي واحد دى، چې له صفایي او املاکو څخه ترلاسه شوي عوايد يې د ښار په بيارغونه او ښاري نظم کې مصرفيږي.

په دې غونډه کې د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست يو تن کارپوه نورالله حقمل د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست د کاري ساحې په اړه پریزنټیشن وړاندې کړ، چې په کې د ښاروالۍ د عوایدو د راټولولو، د مصرف څرنګوالي، د خدمتونو د وړاندې کولو او د ښاروالۍ اړوند مسایل یې د غونډې ګډونوالو ته تشریح کړل.

د ښارواليو چارو د سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحاق اخندزاده وويل د هر ولايت د ښاروالۍ پيسې د هغه ولايت د پرمختګ او ودې لپاره کارول کېږي او بل ولايت ته نه لېږل کېږي، هغه د ولايت له مسؤولينو څخه وغوښتل چې د ښار په نظم او پلان کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.

دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.