د پانګونې اسانتيا رئيس «د اميد بهار د جوسو او شېدو توليدي فابريکې» څخه ليدنه وکړه

د پانګونې اسانتيا رئيس «د اميد بهار د جوسو او شېدو توليدي فابريکې» څخه ليدنه وکړه

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر احمدضياء خالد نن شنبه (صفرالمظفر ۲۷مه/ وږي ۱۰مه) د څو تنو همکارانو په ګډون« د اميد بهار د جوسو او شېدو توليدي فابريکې» څخه ليدنه وکړه.

د ليدنې په جريان کې انجينر احمدضياء خالد د شیدو او جوس د تولید په برخه کې د دوی له فعالیتونو او پراخې پانګونې څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د پانګونې اسانتیا ریاست تل د پانګوالو خدمت ته چمتو دی او په نورو برخو کې هم د دوی د ستونزو د حل په برخه کې همکارۍ ته ژمن دی.

وروسته د يادې فابريکې مسؤول حاجي عبدالرحمن وويل له وارداتي محصولاتو سره د سيالۍ په موخه د افغانانو له خوا د کورنيو توليداتو ملاتړ ډېر مهم دی، نوموړي د پانګوالو او فابریکو ستونزې شريکې کړې، د حل په برخه کې د چټکتیا او له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ غوښتنه يې وکړه.

په پای کې د پانګونې اسانتيا رئيس وويل، د برېښنا ستونزه د حل په حال کې ده او په هېواد کې دننه د برېښنا د تولید لپاره هڅې روانې دي او زياته يې کړه چې د برېښنا کمښت او پانګوالو لپاره د ځمکې ورکړه اساسي ستونزې دي او د حل لپاره يې هڅې روانې دي.

نوموړي زياته کړه، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه پانګوالو ته زیاته پاملرنه کړې او د ستونزو په حل او د سوداګرو او پانګوالو لپاره یې د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې مؤثر ګامونه پورته کړي دي.