د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس د هرات والي سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس د هرات والي سره وکتل

د چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د ښاروالیو د اړیکو او اړوندو چارو د ښه والي او له امارتي ادارو او خلکو سره د ښاروالیو د اړیکو د لا ټینګښت په موخه د هرات ولایت والي، ولسوالانو، ښاروالانو او سکتوري رئيسانو سره وليدل.

دغه غونډه چې نن سه شنبه «صفرالمظفر ۲۳مه/ وږي ۶مه» د هرات ولایت مقام تالار کې جوړه شوه، پکې د چارو ادارې لوی رياست د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس وویل چې ښاروالۍ یو غیر بودجوي اداره ده او هغه عواید چې له خلکو د صفایي او کرایي په نامه راټوليږي؛ بېرته خلکو ته د خدمت وړاندې کولو برخو کې مصرفېږي او هر څومره چې عواید ډېر شي نو د خدماتو په ډېرېدو به اثر وکړي.

بل لور ته د هرات والي شیخ نور احمد اسلامجار د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئيس له راتګ څخه مننه وکړه او ویې ویل ښاروالۍ کولای شي خلک تر خپل مقصد ورسوي او د اسلامي امارت موخه د الله تعالی رضایت او د خلکو ارامښت دی. هغه همدارنګه د خلکو همکاري او مشوره د هرات ښار په زرغونتیا او ابادۍ کې مهم وبلله.

په دې ناسته کې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریاست یو تن کارپوه نورالله حقمل د پريزنټيشن له لارې د یاد ریاست کاري ساحه، د عوایدو راټولولو څرنګوالی، د لګښتونو لارښوود، د خدماتو وړاندې کول او د ښاروالیو اړوند نور موضوعات ګډونوالو ته تشریح کړل.

په پای کې ښاغلي اخندزاده د امارتي ادارو او خلکو مشروع وړاندیزونه او نظرونه د قدر او منلو وړ وبلل او ډاډ یې ورکړ چې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریاست له ټولو ادارو سره همکار دی.
دا ناسته چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.