د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئيس د هرات ښار له ګذر وکیلانو او د اصنافو له استازو سره وليدل

د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئيس د هرات ښار له ګذر وکیلانو او د اصنافو له استازو سره وليدل

د افغانستان اسلامي امارت چارو ادارې لوی ریاست د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحاق اخندزاده د هرات ولایت د ګذر وکیلانو او اصنافو له استازو سره د هغوی د ستونزو په موخه د یاد ولایت د غونډو تالار کې وليدل.

دغه ليدنه د قرآن کریم په تلاوت پیل شوه ورپسې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي رئیس مولوي محمد اسحق اخندزاده وویل چې د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریاست یو غیر بودجوي واحد دی او ښاروالۍ له خلکو عاید ټولوي چې بېرته خلکو ته د خدمت لپاره مصرفيږي.

د هرات ښاروال ملا نعمت الله حسن یاده کړه چې ښاروالۍ د خلکو مشترک کور دی او د ښاروالۍ پیسې د خلکو پیسې دي که ددوی پیسې بیځایه او غیر اصولي مصرف شي خلک حق لري چې پوښتنه وکړي.

مولوي محمد اسحق اخندزاده د هرات ولایت د ګذر وکیلانو او د اصنافو استازو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او زیاته یې کړه چې د شریعت په چوکاټ کې د خلکو مشوره د منلو او تطبیق وړ ده او همدارنګه ټینګار یې وکړ چې باید د ښاروالیو مسئوولین له خلکو سره نیکه رویه وکړي.

دغه کتنه د خیر په دعا پای ته ورسېده