د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د کابل ښار د اتو ناحیو يو شمېر علماوو سره وليدل

د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د کابل ښار د اتو ناحیو يو شمېر علماوو سره وليدل

د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد رباني "ناصح" د کابل ښار اتو ناحیو د علماوو شورا استازو سره د دوی ستونزو د حل په موخه ولیدل.

دغه غونډه نن یکشنبه (صفر المظفر ۲۱مه/ وږي ۴مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې پیل کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو مرستیال نورمحمد "حیدري" مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې له علماء کرامو او قومي مخورو سره ناستې او د ولس ستونزو حل د دې ریاست له مسؤولیتونو څخه یو مسئولیت دی.

د نوموړي په وینا، ياد رياست د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ څخه تر اوسه پورې د ټولنې له بیلابیلو اصنافو او اقشارو سره نږدې سل ناستې ترسره کړې دي.

په غونډه کې د کابل ښار د اته ګونو ناحیو علماوو او استازو په خپل وار سره خبرې وکړې او جوماتونو کې د برېښنا، امامانو د معاشاتو کمښت، د معیاري سرکونو نشتون، ښوونځیو کې د وسایلو نشتون، د مدارسو کمبود، د خلکو د بې روزګارۍ او د تذکرو په برخه کې د ولس ستونزې یادې کړې او د ژر حل غوښتنه يې وکړه.

په ناسته‌ کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد رباني ناصح د علماء کرامو ستونزې او وړاندیزونه واوریدل او زیاته یې کړه چې يادې ستونزې او وړاندیزونه به اړوندو ادارو سره د حل په موخه شریکې کړي.

همدا راز ښاغلي ناصح ډاډ ورکړ چې دغه مجلس به تشریفاتي نه وي، مګر دلته شریکې شوې ستونزې به په وخت له مقاماتو سره شریکې کړي.

دا مجلس چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.