د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معین معرفي شو

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معین معرفي شو

د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معین د معرفي غونډه کې ګډون وکړ.

دغه غونډه چې نن یکشنبه(صفرالمظفر ۲۱مه/ وږي ۴مه) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د غونډو په تالار کې د نوي مالي او اداري معین ملامحمد حنیف"حمزه" د معرفۍ په اړه جوړه شوې وه؛ پکې د چارو ادارې لوی رئیس، د رياست الوزراء مقام د دفتر لوی رئيس، د مخابراتو معلوماتي ټکنالوژۍ او کلیو، بيا رغونې او پراختیا وزيرانو او مسؤولينو ګډون کړی و.

غونډې ته په وينا کې د چارو ادارې لوی رئیس وویل؛ د خوښۍ ځای ده چې؛ هیواد مو له یو با کفایته او مستحکم اسلامي نظام څخه برخمن او ټولې چارې یې د شرعي امورو مطابق پرمخ روانې دي چې یو له هغو څخه ټاکنې دي، چې ډېر زیات اهمیت ورکول شوی او دې برخه کې د زور، مجبوریت، پیسو او فرمایش خبره نشته.

شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل، افغانان خوشبخته دي، چې د نظام په رأس کې راغلي ټول مسؤولین له ګڼو مرحلو تېر شوي، بیا، بیا ازمایل شوي او د خلکو او مشرانو د تأیید وړ ګرځېدلي.

نوموړي په پای کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د نوي مالي او اداري معین ملامحمد حنیف"حمزه" د ټاکنې په اړه د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حکم ولوست او له الله تعالی څخه يې ورته د شریعت په رڼا کې د ښه خدمت د توفیق غوښتنه وکړه.

دغه غونډه چې د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوې وه؛ د خیر په دعا پای ته ورسېده.