د چارو ادارې لوی رئيس: د مسؤولينو په ټاکنو کې د شريعت احکام په پام کې نيول کېږي‌

د چارو ادارې لوی رئيس: د مسؤولينو په ټاکنو کې د شريعت احکام په پام کې نيول کېږي‌

د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور او د ادارې يو شمېر رئيسانو او مسؤولينو د اريانا افغان هوايي شرکت نوي عمومي رئيس قاري عبدالولي صديقي د معرفي غونډه کې ګډون وکړه.

دا غونډه چې نن دوشنبه «صفرالمظفر ۱۵مه/ زمري ۲۹مه» ترسره شوه، په کې د چارو ادارې لوی رئيس وويل، اسلامي شريعت کې چې چا ته مسؤوليت سپارل کيږي، د هغو لپاره خپل اصول او معيارونه ټاکل شوي دي او اسلامي امارت د همدې معيارونو له مخې ټاکنې کوي.

نوموړي همدا راز وویل، د اسلامي امارت مشرتابه له لوري چې کومې ټاکنې کيږي، په هغو کې د اشخاصو فعاليتونو او وړتياوو ته کتل کيږي او که چېرته څوک بيخي له دندې لرې کيږي، دا کومه سزا نه وي مګر د يو حکمت له مخې يې په اړه پريکړه کيږي.

په غونډه کې د اریانا افغان هوايي شرکت نوي رئيس قاري عبدالولي صديقي وويل، چا ته چې کوم مسؤوليت ورسپارل شوی وي، هغوی بايد خپل مسؤولیت په ښه توګه سرته ورسوي، خپل کړي تعهد ته ژمن پاتې شي او په رسمي وخت کې له نورو شخصي کارونو څخه ځان وساتي.

قاري عبدالولي صديقي چې د اسلامي امارت د تېرې واکمنۍ او د جهاد پر مهال په بېلابېلو کميسونونو او مشرتابه دفتر کې کار کړی دی؛ د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته يې د چارو ادارې لوی رياست د دفتر رئيس، ملي تدارکاتو رئيس او د مالي او اداري مرستیال په توګه مسؤوليتونه ترسره کړي دي چې په دې وروستيو کې د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم پر اساس د افغان هوايي شرکت د عمومي رئيس په توګه وټاکل شو.
د معرفي دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.