د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم تحقق په موخه غونډه وشوه

د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم تحقق په موخه غونډه وشوه
د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم تحقق لپاره د زرقي محلولاتو فابریکې په اړه د عامې روغتیا وزارت اړوند وړاندیز په موخه د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو رئيس مولوي عبدالباقي منصور په مشرۍ او د مالیې او عامې روغتیا وزارتونو استازیو په ګډون غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن دوشنبه «صفرالمظفر ۱۵مه/زمري۲۹مه» د چارو ادارې لوی رياست، ملي تدارکاتو رئيس کاري دفتر کې ترسره شوه، پیل یې د قرآنکریم په تلاوت وشو ورپسې د اجنډا له مخې د زرقي محلولاتو فابریکې په ستونزو بحث وشو.
د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رئیس مولوي عبدالباقي منصور وویل، د زرقي محلولاتو فابریکې د جوړېدو قرارداد په ۱۳۸۶ لمريز کال کې د تېرې ادارې د عامې روغتیا وزارت او چینایي کمپنۍ تر منځ شوی دی او له هغه وخت څخه تر اوسه ۱۷ کاله تېر شوي دي، نو اړتیا ده چې د قرارداد ټول ابعاد بررسي شي.
دې غونډه کې د ماليې او عامې روغتیا وزارتونو استازو په خپل نوبت سره ددې فابریکې جوړولو، د قرارداد نوعیت، د تادياتو او قرضونو په اړه گډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
د غونډې پای کې پرېکړه وشوه چې شته قرارداد دې په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي او د ادارو او ددې فابریکې ترمنځ ستونزې معلومې شي او په اړه يې تخنیکي نظرونه وړاندې شي، ترڅو يې وروستی راپور د ریاست الوزراء عالي مقام ته وړاندې شي.
دا غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.