يو باب کور د اصلي مالک شرعي وکيل ته وسپارل شوه

يو باب کور د اصلي مالک شرعي وکيل ته وسپارل شوه

د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست يو باب کور د کابل ښار لسمې ناحيې اړوند وزير محمد اکبرخان ۱۵م سرک کې د اصلي مالک شرعي وکيل ته له هر اړخيزې څېړنې وروسته وسپاره.

نن شنبه (صفر المظفر۱۳مه/ زمري ۲۷مه) د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست يو تن مسؤول قاري سيف الله خالد وويل، ددې کور اصلي مالک څه موده مخکي د کور ترلاسه کولو لپاره عرېضه کړي وه چې د سندونو له هر اړخيزې څېړنې وروسته د امنيتي مسؤولينو، د ګذر وکيل او کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست مسؤلينو دغه کور د اصلي مالک شرعي وکيل ته وسپاره.

د ياد کور د اصلي مالک شرعي وکيل اميدالله حبيبي د حبيب الله زوی د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د ياد کور سپارلو له امله مننه وکړه.

د يادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست له مسؤولو بنسټونو سره په همغږۍ هڅې کوي ترڅو حق خپل حقدار ته وسپاري او د افغانستان اسلامي امارت د بيا واکمنېدو راهيسي يې تر اوسه لسګونه کورونه له هر اړخيزې څېړنې وروسته خپلو اصلي مالکانو ته سپارلي.