د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د 140,000 قلمو د تحکيماتي لرګیو د تدارک پروژې افر پرانيسته وشوه

د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د 140,000 قلمو د تحکيماتي لرګیو د تدارک پروژې افر پرانيسته وشوه
د چارو ادارې رياست، ملي تدارکاتو رياست د شمال د ډبرو سکرو د امارتي شرکت د اړتيا وړ د 140,000 قلمه تحکيماتي لرګیو د تدارک پروژه د افر پرانيستې پلاوي په حضور کې او د يو شمېر داوطلبانو په ګډون د افر پرانيستې غونډه وکړه.

دغه غونډه نن شنبه (صفرالمظفر۱۳مه/ زمري۲۷مه) جوړه شوي وه، د افر پرانيستې په پيل کې د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د دار الانشاء کميسيون امر مولوي محمد اعظم شعيب، د افر پرانيستې غونډه کې د شرکتونو له ګډون څخه د مننې تر څنګ د شرکتونو له استازو څخه وغوښتل چې نرخونه په ښه توګه وټاکي او پروژې په بشپړ ډول او ټاکلي وخت تکميل کړي.

ښاغلي شعيب، د افر پرانيستې په دغې غونډه کې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د ملي تدارکاتو رياست تر وروستي حده له شرکتونو سره همکاري کوي او زياته يې کړه چې د ملي تدارکاتو رياست د تدارکاتي پروژو په ټولو برخو کې د شرکتونو په خدمت کې قرار لري.