د ښارواليو چارو سمون عمومي رئيس ميدان وردګ ته سفر وکړ

د ښارواليو چارو سمون عمومي رئيس ميدان وردګ ته سفر وکړ
د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده ميدان وردګ ولايت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي قاري معاذ بختيار، امنيه قومندان، ښاروال او د ولایتي ادارې له مسؤولينو سره وليدل.
دغه غونډه چې نن دوشنبه(صفرالمظفر ۸ مه/ زمري ۲۲مه) د ميدان وردګ ولايت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو سمون عمومي رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده وويل؛ له سفر څخه يې موخه د ښارواليو چارو سمون عمومي رياست او د دغه ولايت د ښاروالۍ او ولايتي اداراتو تر منځ همغږي ده.
ښاغلي اخندازاده زياته کړه، ښاروالۍ يوه غیر بودجوي اداره ده چې عوايد يې د خلکو لپاره په مصرف رسيږي، له همدې امله يې د ښارواليو چارو سمون عمومي رياست سره همغږي مهمه ده.
بل لور ته د ميدان وردګ والي قاري معاذ بختيار د ښارواليو چارو سمون عمومي رئيس د قدردانۍ او ښه راغلاست ترڅنګ وويل، د دغه ولايت خلک ډېر ځورېدلي او کمزوري دي چې د خدماتو وړاندې کول ورته زموږ له لومړيتوبونو څخه دي او ډاډ يې ورکړ چې ټولې ادارې مو له ښاروالۍ سره همکارې دي.
په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو سمون عمومي رياست څخه يو تن کارمند نورالله حقمل د کاري ساحې پرزينټيشن وړاندې کړ، چې په کې د عوايدو د راټولولو څرنګوالی، د مصارفو ډول، د خدماتو وړاندې کول او ګډونوالو ته يې د نورو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.